د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار په یوه ټرافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي دي.
د میدان وردګ امنیتي چارواکو بیا ویلي، چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله یوه ښځه مړه او اوه تنه ټپيان شوي.
د بلخ ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ چارواکو نن پنجشنبه د (لړم درېیمه نېټه) په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د بلخ ولایت د حیرتان – دوراهي پر سړک د سورلۍ موټر او ټانکر تر منځ ټکر شوی چې په پایله کې یې د سورلۍ په موټر کې سپاره درې تنه مړه شوي.
په یوه بله پېښه کې د میدان وردګ امنیتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې یوه ښځه مړه او اوه نور ټپیان شوي.
میدان وردګ کې طالب چارواکو ویلي، چې دغه پېښې تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لاره د توپ دښتې او هفتاسیا په سيمو کې د سورلۍ د څلورو موټرونو تر منځ شوې دي.
د دغو دواړو ولایتونو د ټرافیکي پېښو لامل بې احتیاطي او د موټر چلوونکو ګړندی تګ بلل شوی دی.
ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه، د چپ لاس موټر، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او کنډې کپر سړکونه په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو او ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې لاملونه بلل شوي، چې له بیا، بیا هڅو سره یې د طالب چارواکو له لوري مخه نه ده نیول شوې.