د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د باختر خبري اژانس مشر ضیاءالحق حقمل وایي، چې یادې ډلې په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړي او دغه لړۍ به ولايتونو ته هم وغځول شي.
د نوموړي په وینا، یاد شمېر کتابونه له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې و.
ښاغلي حقمل دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې غونډه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د منع شویو کتابونو پر ځای د قرانکریم بیهقي، تفسیرونه او داسې نور کتابونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست تېر کال په کابل او ولایتونو کې د شاوخوا سلو کتابونو پر پېر، پلور او بیا چاپ بندیز لګولی و او ځینې یې له بازارونو څخه راټول کړي هم دي.
دا چې اوسمهال د کومو کتابونو په پلور، پېر او په بیا چاپ بندیز لګول شوی د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه نه دي ویلي، خو تېر کال بیا وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه منع شوي و.
د یادولو ده، چې د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته امر وکړ، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري.
دغه طالب چارواکي ټینګار کړی و؛ هغه کتابونه چې له حنفي فقهې خلاف دي باید راټول شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه موده مخکې د دې ډلې د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ د کتابونو د ارزولو په موخه یوه کمېټه هم جوړه کړې.
طالب چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی په اړه او همداسې نور لیکل شوي کتابونه باید ددې کمېټې له ارزولو وروسته چاپ او خپور شي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار سره د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.