د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر ته سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسي.
طالبانو په ټولو ادارو کې د دوی له کسانو پرته د نورو ځوانو کادرونو مخه نیولې.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون نن سې شنبه د (لړم لومړۍ نېټه) په خپله ویبپاڼه یو راپور خپور کړی او په کې ویلي یې دي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغې ډلې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت ته د یوې لیدنې پر مهال سپارښتنه کړې چې د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه دې ونیسي.
مولوي کبیر داسې مهال له افغانستان څخه د ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي خبره کوي، چې تېره اونۍ د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړې، چې غوښتل یې ایران ته ننوځي او د یو شمېر راپورونو له مخې چې له ۲۰۰ زیات کسان یې په ډزو وژلي دي.
د حال وش په نوم د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړی و، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له ډلې چې شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د طالبانو پر حکومت تور دی چې په تېرو درېیو کلونو کې په ټولو ادارو کې خپل کسان ګومارلي او په حکومتي ادارو کې د دندو لپاره یې د افغان کادرونو مخه نیولې، چې له دې امله افغان ځوانان له هیواده بهر کډوالۍ ته اړ کیږي.
د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشر غلام حیدر شهامت له مولوي کبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې یاده اداره په افغانستان کې ۳۷۷ مرکزونه لري، چې په ۱۱۱ بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې یې دا مهال ۸۰ زره کسان په زدهکړو بوخت دي.