سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د سې شنبې په ورځ د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي پیل کړه.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د ١١مې ناحيې د کچالو پوستې څخه بیا د ۱۷ ناحيې د خيرخانې د کوتل سر پورې سيمه محاصره کړې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو د خيرخانې د کچالو ۳۱۵ پوستې په سيمه، د روسانو په سړک او د خيرخانې کوتل پورې خپلې د تلاشۍ پوستې هم زياتې کړې دي.
په تېرو دریو کلونو کې طالبانو څو ځله د کابل ښار په ځانګړې توګه په خیرخانه او شمال ختیځو سیمو کې د ښاریانو کورونه تلاشي کړي.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دغو سیمو کې د تلاشي په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم څو ځله طالبانو په څو ولایتونو کې د افغانانو کورونه تلاشي کړي دي.
تر دې مخکې طالبانو ویلي وو، چې د کورنو تلاشي د وسلو د موندلو لپاره کوي.
طالبان په داسې حال کې د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي کوي، چې په دې وروستيو کې د ازادۍ جبهې، د دې ډلې پر ضد د پوځي او سیاسي خوځښت او عملیاتو په ترڅ کې د کابل هوايي ډګر په توغندیزو بریدونو سره په نښه کړ.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کابل د هوايي ډګر پر پوځي برخې یې له څو لورو برید کړی دی.
دغه جبهې زياته کړه، چې عمليات يې د څو راکټونو په لګېدو پيل کړه او طالبانو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.