ندا محمد ندیم: جهادي مدرسې لوړ حیثیت لري او په افغانستان کې د جهاد مفکوره ژوندۍ ساتي

AP ۱۴۰۳ تله ۳۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د خوست ولایت د 'جهادي مدرسو' له چارواکو سره په خبرو کې ویلي: «جهادي مدرسې لوړ حیثیت لري او په افغانستان کې د جهاد مفکوره ژوندۍ ساتي.»
ندا محمد ندیم ویلي: «تر هغه وخته چې د جهاد مفکوره زمونږ په وجود کې ژوندی وي، خدای به مو ناکامه نه کړي.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس په خوست کې د غونډې په اړه دغه خبر خپور کړی، خو د جوړې شوې غونډې کوم انځور یې نه دی خپور کړی.
طالب چارواکي په دې وروستیو کې د خپل مشر د حکم پر بنسټ په رسمي غونډو کې د انځور او ویډیو د اخیستو اجازه نه ورکوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د خوست ولایت د جهادي مدرسو له مسوولانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د پوهنتون په هغو استادانو چې بهر ته تللي غږ کړی، چې بېرته دې هېواد ته را وګرځي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې د جهادي مدرسو د لوړ حیثیت په اړه خبرې کوي، چې یادې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه دیني مدرسې جوړې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د روان کال د وږي په میاشت کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي و، چې په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زده کړو» مرکزونه فعالیت کوي، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره او ۲۰۰ زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.
یو شمېر هېوادوال بیا د دیني مدرسو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، چې په هېواد کې دیني مدرسې افراطیت ته زمینه برابروي.
خو طالب چارواکو بیا په وار - وار ویلي، چې د ښوونځيو او مدرسو تر منځ واټن له منځه تللی دی او هېڅوک نه شي کولی د ښوونځي، مدرسې او د طالب او محصل ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د مدرسې له نوم څخه د افغانانو په ګډون د نړۍ د ډېر شمېر هېوادونو وېره تر هغه وروسته زیاته شوې ده، چې په طالبي مدرسو کې له کلونو راهیسې زرګونه ځانمرګي بریدګر روزل شوي دي او د راپورونو له مخې؛ دا لړۍ همداراز دوام لري.

نور خبرونه

رادیو