پخواني ولسمشر حامد کرزي په تهران کې د اسلامي یووالي وروستۍ غونډې ته د خپلې وینا ویډیو خپره کړې ده.
کرزي دې غونډې ته چې څه موده وړاندې ترسره شوې، د ویبنار له لارې ویلي،چې بنسټپال په اسلامي هېوادونو کې ازادانه تبلیغ کوي او ځینې هېوادونه له بنسټپالنې نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
پخواني ولسمشر د اسلام ډارونې او بنسټپالنې د مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو له خو د یوه مسوولانه دریځ پر درلودو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي هېوادونه او د اسلامي یووالي کنفرانس دا ظرفیت لري چې د ګډو ارزښتونو، اعتدال او منځلاري په تړاو مناسبه لاره رامنځته کړي او د اسلام ډارونې مخه ونیسي.
کرزی وايي، « یوه شونې لاره داده چې د بنسټپالو کړنو د جرم ګڼلو په هدف په یوه چوکاټ باندې توافق وشي او په دې برخه کې په نړۍواله کچه د مشخصو میکانیزمونو او روښانه تعهداتو له مخې قضايي همکاري وشي، چې له افراطیت سره د مقابلې معقوله لاره وټاکي او پر وړاندې یې مبارزه اسانه کړي».
کرزي د فلسطین وضعیت ته په پام ویلي، چې اتحاد، اعتدال او زده کړو ته باید پام وشي.
نوموړي په افغانستان او اسلامي هېوادونو کې د ښځو او نارینه وو پر مساوي زده کړو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د نړۍ له نورو علمي او تحصیلي مرکزونو سره باید همکارۍ او د تجربو شراکت رامنځته شي.
پخواني ولسمشر په غزه کې د وینو د لا توییدو مخنیوي او په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د دوه هېواده حل لارې پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو د حق پرځایښت لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو پر بنسټ د نړۍوالو مراجعو د هلوځلو هرکلی وشي او په دې برخه کې د نړۍوالې ټولنې لا زیاتې همکارۍ ته لاره اواره شي.
دا غونډه د تېرې میاشتې په وروستیو کې په تهران کې ترسره شوې وه، چې پخواني ولسمشر پکې د ویبنار له لارې ګډون کړی و.