طالبانو له قزاقي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۳ تله ۳۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډو اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ.
دغه وزارت ویلي، چې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو او ګډې پانګونې د جلبولو په اړه خبرې کړي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي عزیزي دغه راز د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ټرانزیت او صادراتو د لېږد رالېږد، ټرانسپورت، بانکي موضوعاتو، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیاوو په برخه کې د تخنیکي او فرعي کمیټو په جوړېدو هم ټينګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې ډلې د سوداګرۍ وزیر همداراز په الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د ننداتون او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس پرانیستلو په برخه کې د دې هېواد هڅې ستایلي دي.
دغه ناسته په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو د نندارتون له پرانیستلو وروسته شوې.
په دغه درې ورځیني نندارتون کې افغاني محصولات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
ویل کېږي، چې په دې نندارتون کې افغان مېرمنو هم برخه اخیستې خو دقیق شمېر یې تر اوسه روښانه نه دی.
په قزاقستان کې دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې په ۱۵مه نېټه په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون هم جوړ شوی و.
طالب چارواکو په وار - وار ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او افغاني توکو ته د بازار موندلو تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي.

نور خبرونه

رادیو