د طالبانو د امربالمعروف وزیر په ننګرهار ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي: «دښمن د فزیکي جګړې ترڅنګ د فکري یرغل پر مټ غوښتل په ټولنه کې غربي کلتور او منکرات دود کړي.»
خالد حنفي د یادې ډلې د مشر د صادرو شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د پلي کېدو په موخه د ننګرهار له ځایي مسوولانو سره کتلي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دغه راز ویلي، چې د امربالمعروف محتسبین مکلف دي څو د خلکو شخصي حریم ته درناوی او ورسره ښه چلند وکړي.
خالد حنفي وایي، چې محتسبينو ته معيارونه ټاکل شوي دي او هېڅوک نه شي کولی چې له ټاکل شوې تګلارې بهر کوم کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبین بیا د خلکو په شخصي حریم کې په مداخلې تورن دي.
ښاغلي حنفي د یو شمېر نورو طالب چارواکو په څېر په دې غونډه کې ادعا وکړه، چې لودېدیځ هېوادونه او ملاتړي یې هڅه کوي، چې په ناسمو او بېځایه تبليغاتو نړۍ ته د 'اسلامي نظام' غلط انځور وړاندې کړي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر طالب چارواکو ویلي و، چې خپل دوښمن ته یې د جګړو په ډګرونو کې ماته ورکړې، خو په تبلیغاتي شبکو کې یې تر اوسه مات کړي نه دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر زیاتوي: «د اسلامي نظام له برکته د نشهیي توکو، اختطاف، اخلاقي فساد او نورو منکراتو مخه په بشپړه توګه نیول شوې ده.»
د نوموړي په وینا، افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی چې اسلامي شریعت په کې په بشپړه توګه پلي کېږي.
که څه هم طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښځې له لومړنیو حقونو لکه زده کړو او کار څخه منع کړي دي، خو محمد خالد حنفي ټینګار کوي، چې یادې ډلې مېرمنو ته تر بل هر وخت ډیر حقونه ورکړي دي او د دوی سر، مال او حياء خوندي شوي دي.
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو په بندخونو کې ښځې شکنجه کېږي او ان پرې د جنسي تیري راپورونه خپاره شوي دي.
سره له دې چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ څخه وروسته دې ډلې پر خلکو د ژوند شرایط سخت کړي، خو په دې وروستیو کې یې په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه پر ښځو او رسنیو نوي بندیزونه لګولي او پر بشپړ پلي کېدو یې هم ټنیګار کوي.
د هبت الله د نویو لارښوونو له مخې، د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان د ملي ټلویزیون د بندولو تر څنګ د ټولو دولتي ادارو په غونډو کې د انځور او ویډیو اخیستل منع شوي دي.