په داسې حال کې چې ایراني چارواکي پر افغان کډوالو برید ردوي، خو یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سراوان روغتون ته یې لږ تر لږه ۴۰ مړي او ټپیان لېږدولي دي.
هغه وویل چې ایراني عسکرو د افغانانو ۳۰۰ کسیزه ډله په «ارپيجي» راکټ په نښه کړه.
د هغه په وينا، له بريد وروسته يو شمېر کډوال ايران او ځينې يې افغانستان ته وړل شوي، خو يو شمېر يې د پېښې په ځاى کې پاتې دي او برخليک يې څرګند نه دی.
هغه زیاته کړه چې د غرنیو او سختو لارو له امله ډیر کډوال چې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کسانو پورې ډله وي ایران ته له دغې سیمې اوړي.
دغه عیني شاهد تایید کړه چې د یکشنبې په ورځ ایراني پوله ساتو د ۳۰۰ کسانو په ډله برید وکړ او یو شمېر مړي او ټپیان د ایران روغتونونو ته ورسول شول، خو روغتون ته د ورتګ اجازه ورنه کړل شوه.
دغه شاهد زیاته کړه چې کډوال په ټولییز ډول له درېیو لارو ایران ته ځي: "روتوک"، "راجا" او "ماشکیل". هغه زياته کړه، چې دغه سيمې غرنۍ دي او په موټرو کې تګ راتګ ناشونى دى، نو له همدې امله کډوال ايران ته د رسېدو لپاره په ساعتونو مزل کوي او دغه پېښه هم په غرونو کې رامنځته شوې ده.
د حال وش خبري اژانس چې تر نورو مخکې یې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا په افغان کډوالو د برید خبر خپور کړ، د پنجشنبې په ورځ لیکلي چې په دې ډزو کې د وژل شویو لږ تر لږه ۱۳ تنو جسدونه په سراوان کې د رازي روغتون هدیرې ته لېږدول شوي دي.
د دې خبري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د وژل شویو او ټپيانو د کره شمېر معلومول ستونزمن دي.
حال وش تر دې مخکې د عیني شاهدانو په وینا د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ ډېر ښودلی و، چې د افغان سیاستوالو او فعالانو له توندو غبرګونونو او د ملګرو ملتونو د اندېښنې لامل شو.
کابل کې د ایران سفیر د ایران د سیستان او بلوچستان د پوله ساتو عسکرو له خوا پرافغان کډوالو د ډزو او د هغوی د وژلو خبره رد کړې ده.
طالبانو د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی چې تر اوسه پورې یې پایلې نه دي څرګندې شوې.