په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا د یکشنبې په ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال سره په کتنه کې وویل، چې په افغانستان کې څه باندې ۵ میلیونه ماشومان ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه لري.
نوموړې وایي، چې په افغانستان کې د سواد زده کړه مهمه او حیاتي موضوع ده.
روزا اوتنبایوا د کتاب لوستلو د دودولو په موخه د یو ملي کمپاین د جوړېدو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه، چې یوناما په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ چمتو ده، چې د سواد زده کړې، د عامه کتابتونونو او هنرونو په برخو کې هم همکاري وکړي.
په دې کتنه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي بیا له یوناما څخه وغوښتل، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو، د ډیجیتالي سیستم او د ګرځنده کتابتونونو د پراختیا په برخو کې مرستې وکړي.
نوموړي دغه راز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، څو د افغانستان د تاریخي اثارو په برخه کې د بیارغونې، ساتنې او د کارکوونکو د روزلو په چارو کې هم مرستې وکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د تاریخي اثارو د ساتنې او پیاوړتیا، د قاچاق او په باستاني او کلتوري سیمو کې د ناقانونه کېندنو د مخنیوي په اړه هم خبرې وکړې.