د طالبانو د ویندوی دفتر اعلان وکړ، چې په کابل کې د سېلو دولتي شرکت له څو لسیزو ځنډ وروسته بېرته فعال شوی.
د دغه دفتر د ټولنيزو شبکو مسوول شمس الله صميم وايي، چې دولتي شرکت سېلو اوس اته ډوله ډوډۍ، کيک او کولچې توليدوي.
صميم د تلې پر ٢٩مه، په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د مرکزي سيلو د خوراکي توکو د توليد ماشينونو له څو لسيزو وروسته بېرته فعاليت پيل کړی.
دغه طالب چارواکي وويل چې د یاد شرکت لپاره يې پنځه عصري توليدي ماشينونه پېرلي دي.
صمیم زیاته کړه چې اوس مهال د مرکزي سېلو خوراکي توکي دولتي روغتونونو، کابل پوهنتون او پلتخنیک پوهنتون ته ورکول کیږي.
د طالبانو د ویاند دفتر د دغه مسوول په وینا، په کابل کې د مرکزي سیلو تولیدي شرکت په بیا پیل سره شاوخوا ۲۰۰ کسان په دندو ګومارل شوي دي.
د کابل مرکزي سېلو تولیدي شرکت په ۱۳۳۵ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په اقتصادي او تخنیکي مرسته خپل فعالیت پیل کړ.
دغه شرکت د ۱۳۷۱ کال په غويي میاشت کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته غیر فعال شو.