ملګري ملتونه: له پاکستان نه په یوه کال کې څه باندې ۷۳۳ زره افغان کډوال ستانه شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۹

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي له میاشتې د ۱۴۰۳کال تر تلې پورې څه باندې ۷۳۳ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.

د دغه راپور له مخې، تر سلو زرو ډېرو ستنو شویو کډوالو ته چې د یو پرڅلورمه برخه کورنیو سرپرستانې یې ښځې وې، مرستې هم وېشل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۲۹مه) له پاکستان نه د ستنو شویو افغانانو په اړه راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، له تېر یوه کال راهیسې له څه باندې۱۱۱ زره ستنېدونکو افغانانو سره مرستې شوې، چې شاوخوا ۴۸ سلنه برخه یې ښځې جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې د مرستو ترلاسه کوونکو له ډلې ۲،۵ سلنه یې معلولیت لرونکي کسان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې کابو ۳۳ سلنه راستنېدونکي غواړيد کابل، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو مرکزونو ته بیرته ستانه شي.

دغه سازمان ټينګار کوي، چې د روان ميلادي کال په مې او جولای مياشتو کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر په بې سارې توګه ډېر شوی او هره مياشت ۳۸ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي.

د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په پاکستان کې شاوخوا شپږ زره او ۹۴ افغانان نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شو.

که څه هم د پاکستان دغه ګام له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوی، خو دغه هېواد لا هم د افغان پناه غوښتونکو اېستلو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو