د مقاومت جبهې پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه د کابل د شکردرې ولسوالۍ په شهرستان کې د یوه برید په پایله کې دوه طالبان وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
یادې جبهې ویلي، چې دا برید د طالبانو د مرکزي قول اردو د درېیمې لوا پر ځواکونو شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د مقاومت جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مقاومت جبهې جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کوي، چې تر اوسه یې د دوی په وینا لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
که څه هم دغې جبهې تل ټینګار کړی، چې د خلکو او هېواد د ازادۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، خو د یو شمېر راپورونو له مخې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا د مقاومت په زیاتېدو سربیره د طالبانو د حکومت پروړاندې کوم ګواښ نه شته.
په دې راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې مقاومت نوی پیل شوی او دا د طالبانو د حکومت لپاره ګواښ جوړېدلای نه شي.
اخوا، طالبان هم د دغې جبهې د ځواکونو په لټه کې دي او هر هغه کس چې د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي سخته سزا ورکوي.