د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د نتنیاهو پر استوګنځي د حزب الله بې پېلوټه الوتکې برید کړی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، یوې بې پیلوټه الوتکې د قیصریه په شمالي ښارګوټي کې د بنیامین نتنیاهو شخصي کور په نښه کړ.
د رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې یوه بې پیلوټه الوتکه چې له لبنان څخه رالوتې وه د شنبې په ورځ په سوېلي حیفا کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو شخصي استوګنځي ته نږدې وچاودېده.
د اسراییل د لومړي وزیر ویاند ویلي، چې نتنیاهو او د هغه مېرمن د برید پر مهال په کور کې نه وو.
دغه برید په غزه کې د حماس د مشر یحیی سنوار له وژل کېدو دوه ورځې وروسته شوی دی.
اسراییلي پوځ ویلي، دوه نورې بې پیلوټه الوتکې چې له لبنانه توغول شوې وې د هوایي دفاعي ځواکونو لهخوا نسکورې شوې دي.