د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې میاشتې د کولارا شمېرو کې افغانستان تر نورو هېوادونو مخکې دی

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېره میلادي میاشت یې په ۱۴ هېوادونو او سیمو کې د کولارا له ۴۷ زرو ډېرې پېښې ثبت کړې چې پکې ۱۷ زره ۸۵۶ شمېرو سره افغانستان تر نورو مخکې دی.

دغه سازمان وايي، تېره سپټمبر میاشت په اړوند سیمو او هېوادونو کې له کولارا تر ۵۸۰ کسان هم مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا شمېرې د سپټمبر له اولې تر ۲۹ ثبت کړې دي، چې پکې تر اګسټ د ککړتیا اندازه ۱۵ سلنه کمه، خو د مړینې کچه ۸۹ پورته شوې ده.

تاس خبري اژانس د دې ادارې د مالوماتو له مخې لیکي، چې تر افغانستان وروسته سوډان د کولارا برخه کې د څه باندې ۱۵ زره او پاکستان پنځه نیم زره پېښو لرلو سره دویم او دریم ځای لري.

نایجریا او یمن هم د درې نیم زره او دوه نیم زره پېښو لرلو سره څلورم او پنځ درجه دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان کال له جنورۍ د سپټمبر تر ۲۹ له دې ادارې سره د کولارا ۲۹ میلیونه، څلور لکه او ۳۹ زره پېښې او له دې ناروغۍ د درې زره ۴۳۲ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

کولارا د ککړو اوبو او خوړو له امله پیدا کېږي.

په افغانستان کې چې ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري تر ډېره د دې ناروغۍ اصلي لامل دی.

نور خبرونه

رادیو