فرانسې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوکراین د طرحې ملاتړ وکړ

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بارو کییف ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوکراین د پلان ملاتړ کوي.

ښاغلي بارو له خپل اوکرایني سیال سره په یوې خبري غونډه کې وویل: «د روسیې بریا به نړۍوال نظم ګډوډ کړي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نول بارو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) په کییف کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې هېواد یې د اوکراین د ولسمشر د هغه پلان ملاتړ کوي چې د «بري د پلان» په نوم یادېږي.

د «بري پلان» د دې اونۍ په پیل کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خوا وړاندې شو.

زېلېنسکي د پلان په معرفي کولو سره وویل؛ هیله لري، چې روسیه دې ته اړ کړي څو د خبرو اترو له لارې پر اوکراین خپل یرغل پای ته ورسوي.

د اوکراین د «بري پلان» یو له مهمو ټکو څخه په ناټو کې د دې هیواد رسمي غړیتوب دی، چې لویدیځو هیوادونو نه یې غوښتي چې د جګړې تر پای ته رسیدو پورې په دې اړه څیړنه وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې هېواد به یې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې اوکراین ته د میراژ ۲۰۰۰ جنګي الوتکو لومړۍ جوپه ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې اوکرایني پیلوټان ​​او تخنيکي ډلې هم لا دمخه د دغو الوتکو د الوتنې او ساتلو لپاره روزل شوي دي.

د لویدیځ له خوا د ورکړل شوو وسلو پر مټ پر مسکو د اوږد واټن بریدونه د زیلینسکي د پنځه ماده ییز پلان یوه مهمه برخه ده؛ خو تر دې دمه دې موضوع سره د کییف متحدینو لېوالتیا نه ده ښودلې.

پر همدې مهال، فرانسه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې د روسیې پر خاوره د لویدیځو هیوادونو د وسلو پر مټ د اوکراین د بریدونو ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې فرانسه په اروپا کې د اوکراین یو له سترو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي ملاتړو څخه ده او دا مهال د اوکراین د پوځیانو روزنه او تجهیز کوي.

نور خبرونه

رادیو