بلوچستان کې پر کان اېستونکو بريد پسې ۴۰ زره کارګر کورونو ته تللي او د سکرو کار ځنډېدلی

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د بلوچستان په دوکۍ کې پر کان کېندونکو تر بريد وروسته تر ۴۰ زره ډېر کارګر خپلو کورونو ته ستانه شوي، جې له امله یې د سکرو صادرات بند شوي او اړوند کمپنۍ اغېزمنې شوې دي.

دوه اونۍ مخکې وسلوالو د دوکۍ په یوه کان کې د ۷ افغانانو په ګډون ۲۱ کسان ووژل.

پاکستاني رسنیو نن د دغه هېواد کارګرانو ټولنې له قوله ويلي، چې تر هغې پېښې وروسته د ناامنۍ له کبله تر ۴۰ زره ډېر کارګر خپلو سيمو ته تللي دي.

د دې رسنیو د رپوټ له مخې، د کارګرو په تلو سره له دوکۍ نورو سيمو ته د سکرو انتقال بند شوی دی.

د کارګرانو ټولنې ويلي، د دوکۍ د ډبرو سکرو په ۱۲ سوه کانونو کې د نورو سيمو شاوخوا ۵۰ زره کارګران په کار بوخت دي .

د دوی د معلوماتو له مخي، له دې سیمې هره ورځ ۱۵۰ لارۍ سند، پنجاب او نورو ښارونو ته سکاره لېږدوي.

د کارګرانو ټولنه زياتوي، چې د ډبرو سکرو د صادراتو بندېدو سره په هېواد کې صنعتي توليدات هم اغېزمن شوي دي.

د ټولنې مسولينو رسنیو ته ويلي، چې د بلوچستان حکومت د دوکۍ په بريد کې د وژل شوي هر کارګر کورنۍ ته د ۱۵ لکه کالدارو د ورکړې اعلان کړی.

په بلوچستان کې د سکرو غني کانونه شته، چې دا مهال په ۲ زره شپږ سوه کانونو کې ۸۰ زره کسان کار کوي.

تېره اونۍ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې کان کېندونکو د ۲۱ کان کېندونکو د وژنې په غبرګون کاربندیز هم وکړ.

په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو کان کېدونکو ویلي، تر هغو به خپل کاربندیز ته دوام ورکوي، چې د کان کېندونکو قاتلان نه وي نیول شوي.
همدارنګه ادغو معترضانو ويلي و، تر هغو به خپلو کارونو ته ونه ګرځي چې د دوی لپاره امنیتي تدابیر نه وي نیول شوي.

نور خبرونه

رادیو