د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند له مشرانو عطاء محمد نور، جنرال رازق "زړور مبارز، فداکاره، هېواد او خلکو ته صادق" او "د طالبانو پر وړاندې ستر خنډ" یاد کړ.
ازادۍ جبهه بیا وايي، چې د هېواد خاوره به د طالبانو پر وړاندې د هغه میړانه او مبارزه په یاد ساتي.
عطاء محمد نور وایي: «جنرال عبدالرازق د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړاو درلود او لري یې او د هېواد په بېلابېلو قومونو کې د هغه شهرت د دې ښکارندوی دی چې د هغه مبارزه او لاسته راوړنې د افغانستان او خلکو لپاره وې.»
عطاء نور د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي: «هغه هېڅکله د طالبانو او د هغوی د فکر په وړاندې ناکامه نه شو او د دغې ډلې پر وړاندې یې په مېړانه مبارزه وکړه.»
همدا راز د د افغانستان د ازادۍ جبهې هم جنرال رازق د هېواد په سویل کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد ساتونکی یاد کړی او د هغه د شپږم تلین په مناسبت یې تسلیت وړاندې کړی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د جمعې په ورخ پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «شپږ کاله وړاندې، د طالبانو ډلې، د قندهار ولایت امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق اڅکزی شهید کړ. جنرال عبدالرازق واقعاً د هېواد په سویل کې د طالبانو پر وړاندې د هیواد د ساتونکي په توګه کار وکړ.»
دغه جبهه وایي، چې د هېواد خاوره د طالبانو پر وړاندې د هغه میړانه او مبارزه د خپل تاریخ په حافظه کې ساتي او د هغه مبارزه به هېڅکله هېره نه کړي.
جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په اتلسمه د کندهار ولایت ودانۍ کې د هغې ناستې وروسته ووژل شو چې په هغې کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا او د ولایتي شورا استازو په کې برخه لرله.