د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د جمعې په ماښام یې په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر ساتونکو برید کړی او څلور طالب وسله وال یې وژلي.
د دغې جبهې په وینا، د وزارت په ساتونکو برید کې دوه طالب وسله وال ټپیان شوي هم دي.
طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.