کریم خُرم د یحیا سنوار د وژل کېدو په غبرګون ویلي چې تاوتریخوالی یوازې تاوتریخوالی زېږوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم کریم خُرم د حماس ډلې د مشر یحیا سنوار د وژل کېدو په غبرګون ویلي: «تاوتریخوالی یوازې تاوتریخوالی زېږوي.»

نوموړي پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې شل کلن بند او شکنجو یحیا سنوار رامنځته کړ، وحشت، عام وژنې، ویجاړۍ او د قحطۍ په لور د غزې د خلکو بېول به څنګه نسل رامنځ ته کړي.؟
د خُرم په خبره، سنوار پر اسراییل د اکټوبر د اوومې برید پلان جوړوونکی و او تاوتریخوالی هم یوازې تاوتریخوالی رامنځ ته کوي.
د اسراییل پوځ پرون پنج شنبه ویلي و، چې د حماس مشر یحیا سنوار یې په هغه ودانۍ کې وژلی، چې دوی پرې برید کړی و.
د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ د نوموړي مړی هم نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د حماس د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.
نوموړی پر اسراییل د اکټوبر د اوومې د برید پلانوونکی هم بلل کېږي.
د ښاغلي سنوار له وژل کېدو وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د امریکا او د فرانسې ولسمشرانو هم د سنوار وژنه د یرغملو د خلاصون لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی او د جګړو په پای ته رسېدو ټینګار کوي.

نور خبرونه

رادیو