د فرانسې ساحلي ګارډ ویلي، چې په مانش کانال کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم مړ شوی دی.
د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه کښتۍ چې له اندازې ډیر بار یې انتقالوه، د ویسان په سواحلو کې ډوبه شوې او په کې سپاره ۶۵ کسان ژغورل شوي دي.
په دغه کښتۍ کې یو بې هوښه ماشوم هم وموندل شوی او د ژغورلو هڅې یې ناکامې شوې دي.
د ویسان سواحل د فرانسې کالیس ته نږدې موقعیت لري.
د ګارډین د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د رسېدو په هیله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې توګه، سږ کال په مانش کانال کې د کډوالو لپاره "تر ټولو وژونکی کال" بلل شوی دی.
مانش کانال د هغو کډوالو لپاره یو له خطرناکو لارو څخه بلل کیږي، چې انګلستان ته رسیدل غواړي. پناه غوښتونکي د جګړې، بې وزلۍ او ځورونو له امله بریتانیا ته د رسېدو او د خوندي ژوند موندلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.