ایران کې یو افغان ژورې څاه ته د لویدو له امله مړ شوی

AP ۱۴۰۳ تله ۲۶

د ایران په پلازمېنه تهران کې یو افغان د برېښنا ټکان او ۳۰ متره ژورې څاه ته د لویدو له امله مړ شوی.

د تهران د اور وژنې ادارې ویاند جلال ملکي وايي، چې دغه افغان کارګر د برېښنا د ټکان او په څاه کې د لویدو له امله مړ شوی. هغه زیاتوي « د اوروژنې ډلې، یو بل تن کارګر چې په څاه کې بند پاتې و، ژغورلی دی».
د ایران د صدا اوسیما د رپوټ له مخې، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر د ابشار فرحزاده سړک اړوند سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي، « دوو افغان کارګرو د یوه رسټورانټ په بڼ کې له ژورې څاه نه خټې را ایستلې، چې د څاه پر غاړه ولاړ کارګر د برېښنا ټکان له مله لاندې څاه ته لویدلی و او وروسته د ټپونو له امله ومړ».
په ایران کې ډیری افغانان په سختو کارونو بوخت دي او وخت ناوخته د کار په ساحه کې ژوند له لاسه ور کوي، خو له هیڅ راز بیمې او د کار په ساحه کې له خوندي وسایلو برخمن نه دي.

نور خبرونه

رادیو