طالبانو په خوست کې اته کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۶

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، دغې ډلې په خوست کې اته کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د بډو د اخیستو، جعلکارۍ او دوکه کولو په تور په دورو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۷ تنه یې پر یوه ـ یوه کال تنفیذي بند او ۳۵ ـ ۳۵ دورو تعزیري سزا او یو بل یې بیا پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دورو تعزیري سزا محکوم شوي و.
د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغه حکم د دې محکمې د مقام له تایید وروسته پر تورنو کسانو پلي شوی دی.

دې ډلې پرون هم د خوست په تڼیو کې دوه کسان د «لواطت» په تور په دورو وهلي وو.
طالبانو نن او پرون په کابل ښار کې هم د څلورو ښځو په ګډون لسو کسانو ته د «نامشروع اړيکو او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

دې ډلې پرون په لغمان کې هم څلور تورن کسان په دورو وهلي و.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا پیل او په دې وروستیو کې زیاتې کړې دي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې په عام محضر کې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، خو بیا هم دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حد جاري کوي.

نور خبرونه

رادیو