د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جرمني د لس میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړ.
دغې ادارې په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دغو دوامداره مرستو سره به په افغانستان کې د زرګونو کسانو ژوند وِژغورل شي.
اوچا د پنجشنبې په ورځ په خپله رسمي پاڼه کې له افغانستان سره د جرمني د دې اضافي مرستو مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.
دغې ادارې همداراز زیاته کړې وه، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خبره، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له یاد شمېر څخه ۱۷ میلیونه کسان بیا د یاد سازمان په لومړیتوب کې دي.
اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې دمګړۍ ۳۵ زره کسان د افغانستان په لرو پرتو او ننګونکو سیمو کې د زدکړو، ماین پاکۍ، خوراکي توکو د مرستې، روغتیايي پاملرنې، ساتنې، رواني او ټولنیزو برخو او د ټولنې د پوهاوي په برخه کې اړین خدمتونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې خونړۍ طبیعي پېښې، له تېرو درېیو کلونو راهیسې له هېواد څخه د زرګونو کسانو وتل، له ګاونډیو هېوادونو څخه د بې شمېره افغان کډوالو اېستل او د وزګارتیا د کچې لوړېدل د دې لامل شوی دی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا زیاته شي.