د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په کابل کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږو تنو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» له امله تعزیري سزا ورکړې ده.
نړۍوال د طالبانو داسې کړنې غندي، خو طالبان وایي، په دغه کار سره «شریعت» پلی کوي.
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (تلې ۲۶مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل لومړۍ محکمې د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د کابل لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر دوو ښځو او څلورو نارینه وو عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورنو ښځو او نارینه وو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې څلورو تنو ته چې طالبانو مجرمان بللي، هر يوه ته یو، یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې او دوو تنو ته چې د طالبانو محکمې تورن بللي، هر يوه ته يو، یو کال او درې ـ درې میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دورې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.