د اسراییل د پوځ راډیو: د حماس مشر یحیی سنوار په رفح کې ووژل شو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۶

د اسراییل د پوځ راډیو په رفح ښار کې د حماس د سیاسي او پوځي مشر یحیی سنوار وژل کېدل تایید کړ.
د راپور له مخې، ۶۱ کلن سنوار له اسراییلي پوځيانو سره په نښته کې وژل شوی دی او د هغه مړی د پېښې په سیمه کې موندل شوی دی.

د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې دا عملیات د سنوار د وژلو لپاره پلان شوی نه و او د نوموړي وژل کېدل تصادفي و.

یوې ډیپلوماټیکې سرچینې دې راډیو ته ویلي، چې د حماس مشر نور ژوندی نه دی.
د اسراییل راډیو ټلویزیون هم اعلان وکړ، چې د یحیی سنوار د وژل کېدو په اړه یې کره معلومات ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې اسراییلي پوځیانو د سنوار د احتمالي وژل کېدو خبره کړې وه او ویلي و، چې د هغه د مړینې د تایید لپاره یې د ډي ان اې نمونې د ارزونې په موخه اسراییل ته لېږلی دی.
د نوموړي د ډي ان اې ارزول د اسراییل لپاره ځکه اسانه و، چې یحیی سنوار شاوخوا ۲۲ کاله د اسراییل په زندان کې تېر کړي و او د نوموړي د غاښونو انځورونه، د ګوتو نښان او ډې ان اې نمونې په اسراییل کې موجود وو.
د لومړنیو راپورونو له مخې، ښایي د سنوار ورور د هغه ځای ناستی شي.

نور خبرونه

رادیو