د ملاهبت الله د فرمان له مخې د بې پلیټه او تورو ښيښو لرونکو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګول شو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۶

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه ډلې د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان او د سراج الدین حقاني په لارښونه هیڅوک اجازه نه لري، چې له نمبر پلیټ او اسنادو پرته موټرونه وکاروي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیویې پیغام کې ویلي، چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده د یوه فرمان له مخې، په ښارونو کې د بې اسناده، بې پلیټه او تورو ښيښو لرونکو موټرو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی.
ښاغلی قانع وايي،‌ د یادې ډلې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې بی پلیټه او تورو ښيښو لرونکو موټر لرونکو کسانو سره قانوني چلند وکړي.
خو د راپورونو له مخې، چې د یادې ډلې د لوړپوړو او ټيټ پوړو چارواکو ډېری موټرونه بې اسناده او ښیښي یې تورې دي.
ویل کېږي، چې ډېری طالبان د موټرونو د نمبر پلیټ پرځای د خپلو نظامي قطعو نومونه او یا یې هم عربي الفاظ لیکلي دي.
په تېر حکومت کې هم د ولسي جرګي او مشرانو جرګې وکیلانو او یو شمېر زورواکانو پر بې اسناده موټرونو باندې د (وج ـ م ش) او یا هم نور مخفف لفظونو په لیکولو سره قانون تر پښو لاندې کاوه.

نور خبرونه

رادیو