د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طالبانو وغوښتل، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د چین او پاکستان لومړي وزیرانو دا رنګه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په ګټورې او سنجول شوې مبارزې هم ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د پاکستان او چین د لومړي وزیرانو شهباز شریف او لي چیانګ یوه ګډه وینا پاڼه هم خپره کړه.
د چین لومړی وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته په څلور ورځیني سفر تللی دی.
د چین او پاکستان لومړيو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه وینا پاڼه کې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د کارولو په مخنیوي هم ټینګار وکړ.
پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې د دوی له مخالفې وسلهوالې ډلې څخه ملاتړ کوي. پاکستان وایي، د تحریک طالبان پاکستان ډله (ټيټيپي) د افغانستان خاوره د دوی د هېواد پر ضد کاروي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.
اسلاماباد په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوي بریدونه هم له افغانستانه انګیري؛ خو طالبانو هم پر پاکستان بیا په پر له پسې توګه تور لګولی، چې له داعش ډلې څخه ملاتړ کوي.
چین او پاکستان دواړو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاریو ژمنه وکړه او له طالبانو یې هم وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد کلکه او پرېکنده مبارزه وکړي.
د چین او پاکستان مشرانو د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ګډو هڅو پر سر ټینګار وکړ او «د طالبانو د هڅولو لپاره یې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو کې د نړۍوالې ټولنې د همغږو تګلارو غوښتنه وکړه.»
دغو دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د دوامداره ټیکاو او په نړۍواله ټولنه کې د دغه هېواد د ورګډولو لپاره په ګډه کار او هڅو ته دوام ورکوي.