د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د احصایې او معلوماتو ادارې د چارواکو له قوله ویلي، چې ډیر ژر به په ایران کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړي.
خبر زیاتوي چې په دې سره به ایران مېشتي افغانان له برېښنايي پېژندپاڼو برخمن شي.
طالبانو ويلي، چې تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز جوړ شوی او هلته افغانانو ته پېژندپاڼې وېشي.
د روان ۱۴۰۳ په زمري میاشت کې د طالبانو حکومت د ایران په مشهد کې د افغانستان کونسلګرۍ خبر ورکړی و، چې د برېښنايي پاسپورټونو د وېش او مودې غځولو بهیر یې پیل کړی دی.
دغه بهیر تر دې وړاندې یو ځل د ایران لهخوا پر سټیکر لرونکو پاسپورټونو د ویزو د نه ورکولو له امله د لنډ مهال لپاره درېدلی و.
ایران په مشهد کې د افغانستان کونسلګري طالبانو ته په واک کې ورکړې او هلته ورځنۍ چارې روانې دي.
متحده عربي اماراتو هم د طالبانو کونسلګرۍ ته د چارو اجازه ورکړې او هلته د افغان کډوالو لپاره د پاسپورټ ورکولو، نوي کولو او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر روان دی.
پر طالبانو نیوکې کیږي چې واک ته د دغې ډلې تر رسیدو وروسته یې پر ډیر شمېر پاکستاني وګړو د افغانستان برېښنايي پېژندپاڼې او پاسپورټونه وېشلي او دغه وګړي بیا بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان په تابعیت کډوال شوي هم دي.