سرچینې: په پنجشېر کې طالبانو یوه ماشومه د رینجر موټر لاندې کړې او وژلې یې ده

AP ۱۴۰۳ تله ۲۴

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په پنجشېر کې د طالبانو یو رینجر موټر یوه ۱۱ کلنه ماشومه لاندې کړې او وژلې یې ده.

دا پېښه د شنبې په ورځ د تلې په ۲۴ مه د پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په قلعه رضا کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ياده نجلۍ د واده له مراسمو څخه کور ته روانه وه، چې د طالبانو يو رينجر موټر پرې ور برابر شوی او هغه یې وهلې ده.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو