سرچینې: د پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر مرکز بری‍د کې یو پولیس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۳

ځايي سرچینې وايي، نن دوشنبه له غرمې وروسته د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې یو پولیس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.

ځايي سرچینې وايي، یو شمېر وسله والو بریدګر د بنو پولیسو مرکز ته ننوتلي او هلته یې ډله ییز برید کړی.

له سیمې څخه د دواړو لوریو ترمنځ د درنو وسلو د ډزو او چاودنو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

ځینې سیمه ییزو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې تردې مهاله یو بریدګر وژل شوی او پاتې نور یې لا هم جګړه کوي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې تردې مهاله په برید کې یو پولیس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

په نبو کې د پولیسو پر مرکزې د برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی او د درنې مرګ ژوبلې دعوه یې کړې.

د بریدګرو او بنو پولیسو ترمنځ ډزې لا هم روانې دي، خو تردې مهاله پاکستاني چارواکو د یاد برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ښايي په دغه برید کې د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شي.

نور خبرونه

رادیو