ایرانی چارواکی: په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر افغان ماشومان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۲

د ایران د عدليې وزارت د ماشومانو حقونو د یوې څانګې مسوول ویلي، چې په تهران ښار او کوڅو کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغان کډوال دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، ډیری هغه ماشومان یې له ایرانه ایستلي هم دي، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.

د ایسنا خبري اژانس د ایران عدلیې وزارت د ماشومانو حقونو د ملي کنوانسیون د منشي علي کاظمي له قوله راپور ورکړی، چې په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر افغان ماشومان دي چې هلته د کډوالۍ ژوند کوي.

دغه اژانس د علي کاظمي له قوله لیکلي، چې یوازې په تهران ښار کې ۳۲۰۰ کارګر ماشومان پېژندل شوي، چې په یادو ماشومانو کې یوازې ۸۵ سلنه یې افغان کډوال ماشومان دي.

د راپورنو له مخې، دغه ماشومان د مالي ستونزو او زده‌کړو څخه له پاتې کېدو له امله اړ شوي، چې پر سړکونو، لارو او کوڅو کې خځلې ټولې کړي، او یا څه خرڅ کړي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، د ماشومانو ادارو د ملي قوانینو په نظر کې نیولو سره هغه ماشومان یې بېرته افغانستان ته استولي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

په راپور کې ویل شوي، چې یاد ماشومان پر سړکونو، لارو او کوڅو کې خځلې راټولوي، یو شمېر یې بې سرپرسته او د ډیرو کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

علي کاظمي وايي: «اوسنۍ کړنلاره داده، هغه کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خپلو هېوادونو ته دې واستول شي او هغوی چې اسناد لري، د کډوالو ادارې له لوري دې د قوانینو په مراعتولو وپوهول شي.»

همدارنګه نوموړی زیاته کړي: «په ځانګړي توګه له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي، او په دې سره له زده‌کړو د ماشومان زړه توريږي، چې دا په قانون کې جرم دی.»

له څو لسیزو راهیسې په ایران کې په سلګونو زره افغان کډوال اوسیږي، خو له تېر یوه کال راهیسې د ایران حکومت په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او هره ورځ سلګونه افغانان له دغه هېواده په زور باسي.

نور خبرونه

رادیو