د مقاومت جبهه وایي، چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یې درېیو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یادې جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو په کابل کې یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د مقاومت د جبهې په خبره، دا برید یې د طالبانو د مرکزي قول اردو د لومړۍ لوا پر ځواکونو کړی دی.
یاده جبهه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
سره له دې چې د کابل په ګډون له ځینو ولایتونو څخه عیني شاهدان او دغه راز د طالبانو ځیني مخالفې ډلې د یو شمېر بریدونو خبر ورکوي، خو طالبانو بیا د مقاومت جبهې د دغو عملیاتو په وړاندې هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د خپلو غړو مرګژوبله منلې ده.
د مقاومت جبهې ترڅنګ د ازادۍ جبهه هم تل پر طالبانو بریدونه کوي او لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د لیندۍ په دویمه لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د طالبانو د څلورو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۳۹ غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د یادو جبهو دغه ادعاوې تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دغو بریدونو پړه ډېری وخت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.