افغانستان د لوږې په نړیوال نوملړ کې دوه درجې نور هم ښکته شوی

AP ۱۴۰۳ تله ۲۲

د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نوي نړیوال نوملړ د نوي رپوټ له مخې، افغانستان د ۳۰.۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶م ځای خپل کړی دی.

افغانستان تېر کال په دې لېست کې د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴م ځای درلود او د سږ کال په ارزونه کې دوه درجې نور هم راښکته شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۳۰،۴ سلنه وګړي په خوارځواکۍ اخته دي او په دغه هېواد کې ۵،۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.

د راپور له مخې، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۴۴،۶ سلنه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د خپل عمر په پرتله ټیټ قد لري. په دې ارزونه کې ویل شوي چې د ماشومانو لنډ قد د دوی اوږدمهاله خوارځواکي په ګوته کوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې ۳،۶ سلنه ماشومان د قد په پرتله کم وزن لري او دا کار د شدیدې خوارځواکۍ له امله دی.

د لوږې نړیوال نوملړ د راپور له مخې، په افغانستان کې ۵.۸ سلنه ماشومان د ناکافي تغذيې او په غیر صحي چاپیریال کې د ژوند کولو له امله تر پنځو کلونو مخکې مري.

دغه راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او ۳۵ نورو هېوادونو کې د لوږې وضعیت "جدي" بللی.

تېر کال افغانستان د ۳۰،۶ نمرو په لرلو سره په دغه لېست کې ۱۱۴ مقام درلود او سږ کال د ۱۱۶ مقام په ترلاسه کولو سره په دغه هېواد کې د لوږې کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او د ملګرو ملتونو په وینا دا مهال څه باندې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نړیوال نوملړ په راپور کې په ۵۱ کمزورو هېوادونو، ۳۷ منځني هېوادونو، ۳۶ جدي هېوادونو او ۶ خطرناکو هېوادونو کې د لوږې وضعیت ارزول شوی دی.

د لوږې نړیوال نوملړ په نړۍ کې د لوږې وضعیت د ۱۸.۳ پوائنټونو په ورکولو سره "متوسط" بللی دی. دا نمرې اته کاله وړاندې ۱۸.۸ وې او په دې توګه په نړۍ کې د لوږې کچه له لږ توپیر سره لوړه شوې ده.

د لوږې نړیوالې ادارې نوې شمېرو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا اهدافو ته رسېدل ستونزمن کار دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ کې د لوږې کچه صفر ته راټیټه کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په نړۍ کې د لوږې د کمولو په برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.

د دې کال په لست کې بیلاروس په نړۍ کې د لوږې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې د پنځو امیتاز څخه کم دی. برونډي او جنوبي سوډان د لوږې د "خطرناکه" کچې په توګه طبقه بندي شوي، د ۲۵ څخه تر ۴۹.۹ پورې نمرې لري.

د لوږې نړیوال نوملړ نړۍ کې د اروپا د غیر دولتي سازمانونو له خوا چمتو شوی او پایلې یې د هر کال په اکتوبر میاشت کې په یو راپور کې خپریږي.

نور خبرونه

رادیو