د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو زوارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
دغه وزارت وايي، یاد کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغه ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۶۴۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
نوموړی وايي، شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستان، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره افغان کډوال له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
د طالبانو کډوالو وزارت ویاند وايي، د یادو راستنو شویو کډوالو د ژوند خوندیتوب ترڅنګ یې په روغتیايي، زدهکړو او د کاري زمینې په برابرولو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
خو د راپورونو له مخې، هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونو لارو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال کیږي.
وزرګارتیا، امنیتي ګواښونه، د ټولنیزو او بشري حقونو نابرابري له هېواده د ځوانانو د تېښتې لاملونه ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان هره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ په زور له خپلو هېوادونو باسي.
دغو دواړو هېوادونو پر مېشتو افغان کډوالو د کار کولو او په ښوونیځیو کې د ماشومانو پر شاملولو هم بندیزونه لګولي دي.