د پاکستان د تعرفې پر زیاتوالي د طالبانو نیوکه: موږ بدیلې سوداګریزې لارې لرو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر مالونو د تعرفې په لوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیل لارې لري.

مولوي کبیر وویل، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم ويلي، چې پاکستان د افغانستان پر تازه میوو او ترکاري ګمرکي تعرفه ۱۵ برابره لوړه کړې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د شنبې په ورځ د امام ابوحنيفه نندارتون د پای په مراسيمو کې دغه اقدام ناسم وباله او ټينګار يې وکړ، چې طالبان د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بديلې لارې لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د طالبانو بهرنۍ تګلاره د اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړه ده.

دغه طالب چارواکي د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو یادونه هم وکړه.

داسي فکر کيږي، چې طالبان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول «بدیله لاره» بولي، هغه لار، چې مخکي د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال تعقيب شوې وه.

هغه مهال له پاکستان سره د سياسي کړکېچ له زياتېدو وروسته اشرف غني له منځنۍ اسيا سره د همکارۍ پر لور ګام پورته کړ او په نړيواله کچه یې د پاکستان د انزوا خبره وکړه.

تېر کال د طالبانو او اسلام اباد تر منځ له ترینګلتیا وروسته د دې ډلې د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی تهران ته ولاړ او د همکاریو څو سندونه یې لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي وو، چې دغه ډله هڅه کوي له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

نور خبرونه

رادیو