طالبانو د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې پنځه تنه د موسیقۍ د غږولو په تور ونیول

AP ۱۴۰۳ تله ۲۱

د طالبانو د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وویل، چې د دغې ډلې غړو د یاد ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د موسيقۍ د غږولو په تور پنځه کسان نيولي دي. طالبانو ویلي، دغه کسان یې د موسیقۍ د غږولو پر مهال نیولي دي.

طالبانو ويلي، چې دغه کسان يې د شنبې په شپه (د تلې ۲۱مه) له يوه کور څخه نيولي دي.

طالبانو د موسیقۍ پر غږولو او نشرولو بندیز لګولی او له درېیو کلونو راهیسې یې د موسیقۍ د غږولو په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او په ټول هېواد کې یې د موسیقۍ ډېر وسایل راټول او سوځولي دي.

نور خبرونه

رادیو