تېره ورځ په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۲ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په دوو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې په خوست او بدخشان ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۵ تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه اژانس په لومړي راپور کې راغلي، چې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او یو کس ټپي شوی دی.
د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د خوست – کابل پر لویه لاره د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په نوي کوټ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
راپور زیاتوي، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.
دغه راز باختر اژانس پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.
‏د دغه اژانس په خبره، پېښه پرون ماسپښین شوې ده.
تر دې وړاندې د طالبانو د ټرافیکو ریاست په کابل کې سیمه‌ییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو