د پاکستان حکومت پر پي ټي اېم لګېدلي بندیزونه لرې کوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۰

د پاکستان فدرالي حکومت پر پي ټي اېم د لګېدلو بندیزونو د بېرته لرې کولو پرېکړه کړې ده.

یو شمېر سرچینو د دغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دا هوکړه پرون د خیبر پښتونخوا حکومت په مشرۍ د فدرالي حکومت، صوبايي چارواکو او سیاسي ګوندونوپه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د پآکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ګډون کړی و.

د سرچینو په وینا، ددې پرېکړې اعلان د ځانګړو تګلارو په پام کې نیولو سره اوس ځنډول شوی.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د خیبر پښتونخوا سروزیر علي امین ګنډاپور به د دې جرګې په پرانېسته کې برخه اخلي.

د پاکستان فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته واک ورکړی چې له پي ټي اېم سره پر اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

ډان وایي، په پرونۍ ناسته کې حکومتي پلاوي له پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کړې چې جرګه کې له پاروونکو شعارونو او د افغانستان د ملي بیرغ له رپولو ډډه وکړي. خو پي ټي اېم دې غوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ور کړی.

پرون د جرګې په میدان کې د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې د پي ټي اېم د بیرغونو ترڅنک د افغانستان ملي بیرغونه هم لیدل کېدل.

د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې یکشنبې پر ورځ پر پي ټي اېم بندیز ولګاوه او دغه سوله ییز غورځنګ یې د دغه هېواد سولې او امنیت ته ګواښ وباله.

له دې اعلان وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو د پښتون قومي جرګې پر میدان او جرګې ته راتلونکو کاروانونو بریدونه وکړل چې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳نورو د ټپي کېدو رپوټونه ترې ورکړل شوي.

د خیبر پښتونخوا د سروزیر په مشرۍ حکومتي جرګې پرون په خیبر ولسوالۍ کې د پي ټي اېم له مشرانو سره د خبرو اترو هڅه کړې خو د پي ټي اېم مشران خبرو اترو ته نه دي حاضر شوي.

د جرګې یو تن تنظیموونکي افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې حکومت هڅه کوي ددې جرګې مشري او واک په لاس کې واخلي، خو منظور پشتین په دې باور دی چې جرګه د پښتنو ملي دود دی او هیڅوک یې مشري نه شي کولای.

د هغه په باور، پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې، د جرګې د کمېټو، بحثونو او نورو مسایلو د تنظیم چارې پرغاړه لري او د جرګې د پرېکړو صلاحیت د جرګې په برخه والو پورې اړه لري.

نور خبرونه

رادیو