د بلوچستان په ډکي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان د برید په پایله کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي دي.
په سیمه کې پولیس چارواکو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغې پېښه کې د څلورو افغانانو په ګډون ۷ تنه مزدوران ټپیان شوي هم دي.
د پولیسو په وینا، ښایي د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.
پولیس چارواکو زياته کړې، چې د بريد پر مهال دغه مزدوران په خونه کې ويده وو.
چارواکي وایي، د هغو ټپیانو چې روغتیایي حالت یې نازک وو د درملنې لپاره د کوټې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ډکي روغتون یو تن چارواکي ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۲۰ مړي او اووه ټپيان ور وړل شوي دي.
د يادې سيمې ولسوال او د ډبرو سکرو د کان خاوند خيرالله وایي، چې دغه کان له ښاره يوازې يو نيم کيلومتره واټن لري.
د کان د خاوند حاجي خيرالله په وينا، وژل شوي کان کېندونکي د بلوچستان له پښتون مېشتو سيمو لورالايي، کچلاک او موسى خېلو سره تړاو لري او درې تنه نور کان کېندونکي بیا افغانان دي.
په ډکي کې د سوداګرو ټولنې د لاریونونو اعلان کړی او په ښار کې يې کاروباري مرکزونه هم تړلي دي.
لا تراوسه د دغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.