د روسیې د فدراسیون شورا د نړیوالو چارو کمېټې مشر ګریګوري کاراسین وایي، د منځنۍ اسیا د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له طالبانو سره د خبرو دوام مهم دی.
دغه روسي چارواکي ویلي، له طالبانو سره خبرې ځکه مهمې دي چې دغه ډله په افغانستان کې واکمنه ده.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه نېټه خپور شوی په کې راغلي، چې د روسیې د فډراسیون شورا یوه پلاوي تاجکستان ته سفر کړی دی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه پلاوی به په خپل سفر کې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او که نه.
روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو تاجکستان په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اوسني وضعیت خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د ملي امنیت مشر الکساندر بورتنیکوف تر دې وړاندې ویلي و، چې طالبان له روسیې سره له داعش سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې طالبان د یوه همکار په توګه ګڼي.