انګلنډ لوبډلې د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کې ۸۰۰ منډې جوړې کړې

AP ۱۴۰۳ تله ۱۹

د پاکستان په تاریخ کې انګلنډ لومړنۍ لوبډله ده، چې د لومړي ځل لپاره یې د پاکستان لوبډلې پروړاندې یې په ټېټ لوبه کې ۸۰۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د ټېسټ لوبو دغه لړۍ د ملتان په کرېکټ لوبغالي کې روانه ده.
انګلنډ د هند د ۶۷۵ منډو هغه ریکارډ مات کړ، چې ۲۰ کاله وړاندې یې جوړ کړی و.
په دغه ریکارډ کې هند په ۲۰۰۴ کال کې د ملتان په ټېسټ لوبه کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۶۷۵ منډې جوړې کړې وې.
تر دې وړاندې په ۱۹۵۸ کال کې وېسټ انډیز د پاکستان په وړاندې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۷۹۰ منډې جوړې کړې وې.
بل خوا د انګلستان توپ وهونکو جو روټ او هیري بروک د انګلستان لپاره د ملګرتیا نوی ریکارډ جوړ کړ، جو روټ او هیري بروک ۴۱۲ منډې وکړې.
له دې وړاندې پیټر مې او کولن کاوډري د انګلستان لپاره د ۴۱۱ منډو ملګرتیا کړې وه، پیټر مې او کولین کاوډري دغه ملګرتیا په ۱۹۵۷ کال کې د وېسټ انډیز خلاف جوړه کړې وه.
په ټیسټ کرکټ کې تر ټولو زیاته ملګرتیا په ۲۰۰۶ کال کې د سویلي افریقا خلاف د مهیلا جیوردني او کمار سنګاکارا تر منځ د ۶۲۴ منډو وه.

نور خبرونه

رادیو