د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د یوې درې اړخیزې سیالۍ په لړ کې نن په خپله دویمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په ۵:۳۰ بجو د تاجکستان د دوشنبې ښار په کوربهتوب پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د دغو سیالیو په لړ کې له کوربه تاجکستان او نيپال لوبډلو سره درې اړخیزې لوبې لرلې، چې په لومړۍ لوبه کې یې له نېپال لوبډلې د دوه ګولونو په توپیر ماتې وخوړه.
د فوټبال فدراسیون وايي، دغه درې اړخیزې سیالۍ دوستانه بڼه لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله (د لړم په ۲۲مه) په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره تاجکستان ته تللې ده.