د پاکستان کرېکټ بورډ: چمپينز ټرافي به په پاکستان کې کېږي

۳ ورځې مخکې

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي ویلي، چې چمپینز ټرافي به په پاکستان کې کېږي او که هند کومه ستونزه لري؛ نو له دوی سره دې یې شریکه کړي.

په لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې محسن نقوي وويل: «د پاكستان عزت دوی ته تر ټولو لومړیتوب لري، چمپینز ټرافي به په پاكستان كې كېږي.»
هغه زیاته کړې:« زموږ اړیکه يوازې د ای‌سي‌سي سره ده. موږ د هغوی ځواب ته په تمه يو او که چېرې هند ستونزه لري؛ نو موږ سره دې خبرې پرې وكړي، چې د دوی اندېښنې لرې کړو.»
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل، چې سپورټ او سياست سره دوه جلا مسلې دي.
هغه وړاندې ویلي، چې دوی په خپل دريځ ولاړ دي او ای‌سي‌سي به د چمپينز ټرافي د لوبو مهالوېش به ډېر ژر اعلان کړي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د چمپينز ټرافي لوبې نه دي لغوه شوې؛ بلکې وخت یې بدل شوى دى.

نور خبرونه

رادیو