اسټرالیا په شل اوره لوبو کې پاکستان ته په پرلپسې ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲ ورځې مخکې

اسټراليا په دويمه شل اوره سيالۍ کې هم پاکستان د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې وګټله.

پاکستان د دې سیاليو لومړۍ لوبه د ۲۹ منډو په توپير بايللې وه او د دواړو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ تر سره شي.

د اسټراليا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ د دويمې سيالۍ پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسټراليا د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

استراليايي لوبغاړي متيوشورټ تر نورو لوبغاړو ډېري په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

پاکستاني تېز توپ اچوونکي حارث روف ۴ او عباس افريدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه برخه کې پاکستان لوبډلې په ۱۹.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

دغه لوبې د اسټراليا په کوربتوب په سيډنې لوبغالي کې تر سره کیږي.

تر دې شل اوره لوبو وړاندې تېره اونۍ پاکستان له اسټراليا یو ورځنۍ لوبلړۍ دوه پر يو ګټلې وه.

نور خبرونه

رادیو