په ژوب کې پر یوې امنیتي پوستې د چاودنې له امله یو پاکستانی پوځي وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۸

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن چهارشنبه غرمه مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ په سبګزۍ سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د چاودنې په پایله کې یو پوځي وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان جیونیوز په خپل راپور کې ویلي، چې چاودنه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او سیمه تر څار لاندې ده.
په سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې نوعیت لا څرګند نه دی او د پېښې ځای ته یې د ماین شنډولو ډله استولې ده.
له بلوچستان څخه سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په یاده چاودنه کې دوه عام کارګران هم ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو