د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې «د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض» په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته.
نورالدین عزیزي د جاپان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ ته پام ونه کړي.
هغه د جاپان اين ايچ کی شبکې ته وويل: «دلته د بشري حقونو یا جنسيتي تبعيضي په اړه هېڅ موضوع نه شته او د یوه هېواد په توګه زه په افغانستان کې په رسميت پېژندلو کې کوم خنډ نه وينم.»
طالبانو د سختو بندیزونو په لګولو سره ښځې له ټولنې لېرې کړې دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، دې ډلې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض رامنځته کړی دی.
دغه مرکه چې سې شنبې په ورځ ( د تلې ۱۷ مه) خپره شوه نورالدین عزیزي په افغانستان کې د بشري حقونو د مسالو په اړه له لویدیځو هېوادونو سره د جاپان له دریځه ناخوښي څرګنده کړه.
هغه وویل، د جاپان لپاره دا غوره ده، چې د امریکا او نورو هېوادونو دریځونو په پام کې نیولو پرته قضاوت وکړي.
په ورته وخت کې دغه طالب چارواکي له طالبانو سره د روسیې او چین د اړیکو ستاینه وکړه.