په درېیو جلا،جلا ټرافیکي پېښو کې یوه ښځه مړه شوې او ۲۰ تنه نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۷

په لوګر کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وايي، په لومړۍ پېښه کې چې تېره ورځ د لوګرـ پکتیا د لویې لارې د تیرې په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې وه په کې یوه ښځه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

په لوګر ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت ویاند ګل محمد همتي رسنیو ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه) د لوګرـ پکتیا د لویې لارې د تیرې په سیمه کې د یو کرولا او کاسټر موټر د ټکر له امله یوه ښځه مړه شوي او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
همدارنګه یوه بله ټرافیکي پېښه چې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په کندهاري پل سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، دوه تنه په کې ټپیان شوي.
همدارنګه په میدان وردګ ولایت کې د طآلبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره شپه د کابل ـ کندهار پر عمومي لاره د میدان وردګ ولایت په دښت توپ سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په ټرافیکي پېښه کې ټپیان شوي کسان د دښت توپ سیمه‌ییز روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
د لویو لارو پر سر پر سړکونو د ټرافیکو نښو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګنل کېږي.

نور خبرونه

رادیو