د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ۱۲ ساعته وروسته ومنله چې په کراچۍ کې دوه چینایان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۱۶

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په شپه د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه په یوه "ترهګریز برید" کې دوه چینايي انجینران وژل شوي او بل ټپي دی.

دغه وزارت یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې په کې ښکېل کسان به مجازات شي.

تردې وړاندې په اسلام اباد کې د چین سفارت تایید کړې وه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی.

دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې د کراچۍ جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه برید د چین او پاکستان د ښو اړیکو د اغېزمنولو په موخه شوی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه برید د غندلو تر څنګ ټينګار کړی چې د دغه هیواد د امنیتي ادارو څېړنې روانې او په کې ښکیلو کسانو ته به سخته سزا ورکړي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو منلی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې چینايي انجنیرانو او د هغوی پاکستاني ساتوونکو ته یې د درنې مرګژوبله اړولې.

تر اوسه پورې د دغه برید د ډول په اړه نه ده څرګنده چې ایا دا ریښتیا ځانمرګی برید و او که نه.

نور خبرونه

رادیو