روسیې یو ۷۲ کلن امریکايي له مسکو سره په جګړه کې اوکراین ته د خدمت په تور په بند محکوم کړ

AP ۱۴۰۳ تله ۱۶

په روسیه کې یوې محکمې یو ۷۲ کلن امریکايي وګړی سټیفن جیمز هوبارډ د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې محکمه کې په شپږ کاله او لس میاشتې بند محکوم کړ.

دغې محکمې د دوشنبې په ورځ ښاغلی هوبارد د روسیې پر ضد د اوکراین د خدمت په تور په بند محکوم کړ.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سټیفن جیمز هوبارډ په ایزیم ښار کې د اوکراین په سیمه ایز دفاعي واحد کې د خدمت کولو لپاره د میاشتې زر ډالر ترلاسه کول او له ۲۰۱۴ کال راهیسې هلته اوسیږي.

د دغه راپورنو له مخي، د ۲۰۲۲ کال د فبروري په مياشت کې کله، چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، نوموړي په دې سیمه کې د خدمت کولو لپاره نوم لیکنه وکړه او نظامي زده کړې يې تر لاسه کړې.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا خبر ورکړی، چې دغه ۷۲ کلن امریکايي د همدې کال په اپریل میاشت کې نیول شوی و او څه موده وروسته یې پر ده لګیدلي تورونه ومنل.

د هوبارډ کورنۍ د هغه په ​​اعتراف شک لري او وايي، چې هغه د روسیې پلوي نظر درلود او ښايي وسله یې نه وي کارولې.

تمه کیږي، چې د هغه وکیل به د محکمې د پریکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړي.

د هغه خور او یو نژدې دوست هوبارډ يو بې طرفه کس بللی، چې په بېلابيلو هيوادونو لکه جاپان او قبرس کې یې د کلونو لپاره له خپلي کورنۍ جلا ژوند کاوه.

هغه له ۲۰۱۴ کال راهیسې اوکراین ته تللی او هلته یې له یوې اوکراینۍ ښځې سره یو څه وخت ژوند کړی؛ خو په روسي یا اوکرایني خبرې نه شي کولی.

سټیفن جیمز هوبارډ یو له هغو لسو امریکایانو څخه دی، چې د روسیې په زندانونو کې بندیان دي.

د هغه د اګست په لومړۍ نیټه، د روسیې او لویدیځو هیوادونو تر منځ د بندیانو له تبادلې نږدې دوه میاشتې وروسته ونیول شو.

نور خبرونه

رادیو